عمران خان:له افغانستان سره به تګ راتګ نورمال شي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله له افغانستان سره په تګ راتګ کې محدودیتونه وضع شوي وو چې په یوه اوونۍ کې به محدودیتونه کم شي او تګ راتګ به نورمال حالت ته راوګرځي.

پاکستان د کرونا تر خپرېدو وروسته  په تورخم او چمن لارو کې د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه وضع کړل. له څو اوونیو راهیسې محدودیتونه کم شوي دي خو په بشپړه توګه نه دي ختم شوي، چې د عمران د څرګندونو له مخې په یوه اوونۍ کې به تګ راتګ نورمال شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*