د لبنان حکومت استعفا کړې ده

د لبنان حکومت په دې هېواد کې د روانو احتجاجونو له  امله استعفا کړې ده.  احتجاجونه په بیروت کې له یوې خونړۍ چاودنې وروسته پیل شوي، چې باور کېږي شاوخوا دوه سوه کسان يې له امله  وژل شوي.
لومړي وزیر حسن دیاب  پر ملي تلویزیون خپله وینا کې  وويل چې حکومت واک پرېږدي او استعفا کوي.
په دغه هېواد کې ډېری وګړي له شته اداري فساد او د حکومت له ناغیړۍ سر ټکوي او تور لګوي چې حکومتي مشران د وضعیت بدلولو کې ناکامه شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*