اشرف غني د څلور سوو بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ

ولسمشر اشرف غني  په رسمي توګه د څلور سوو طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه یې د مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر بنسټ کړې ده. د دې پرېکړې له مخې به د طالبانو پاتې څلور سوه بندیان خوشې کېږي او بین الافغاني مذاکرات به پیلېږي.

بلخوا سرچینې وایي چې قطر به ډېر ژر خپل یو استازی او یوه الوتکه د افغان مذاکراتي ټیم د بېولو لپاره راولېږي.

تر څنګ یې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه د لویې جرګې او ولسمشر د پرېکړې هرکلی کوي.

د ارگ د خبر پاڼې متن په دې ډول دى

جمهوررئیس د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې په تعقیب چې د هغې د پرېکړه لیک دویمې مادې د طالبانو د پاتې بندیانو خوشې کول تائید کړي د طالبانو  غوښتل شوي پنځه زره کسیز نوملړ کې د شاملو محکومینو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*