احمدشاه باباد اخلاقو په لحاظ ولى الله وو

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

احمدشاه بابا: دغه لوړ شخصیت د ښه فکر او عمل خاوند ؤ. د اخلاقو په لحاظ ولي الله، په عسکری لحاظ سپه سالار، په سیاست کي لوی سیاستمدار، په توپ جوړولو کې استاد، په ادب کي ادیب او شاعر، په عدالت کي عادل، په مهربانۍ کي رحیم، په پښتو کې پښتون، په ځوانمردۍ کي ځوانمرد او په سخاوت کي سخي ؤ.
ده په یوه کال کي لوی افغانستان تأمین کړ. له دې امله، چه پرته له پښتنو په امپراتورۍ کي نور قومونه وه، نو د هغوی په رعایت د دفتر ژبه دري سوه که څه هم احمدشاه بابا د پښتو ژبي ادیب ؤ. دلته د افغانستان مفهوم، چه د افغانستان د ټولو قومونو نه نمایندګي وکړي رامنځ ته شو. بلوڅ، هزاره، تا جیک، ترکمن، ازبک، بیات، افشار او ډېر نور مسلمان او غیرمسلمان لکه هندوان، زردشتیان، ارمنیان، یهودان، ټول د افغان تر بیرغ لاندي راټول سول او لوی افغانستان له مشهده تر نیشاپور او طبسه نیولې بیا تر سرهند او اګرې او هند تر بحیرې پوري او له تبت، بخارا او سمرقند سره ئې سرحدونه ولګېدل. پښتانه او غیر پښتانه په دوه صفتونو متصل شول. تاجک افغان، ازبک افغان، بلوڅ افغان، هزاره افغان او نور. ټول هغه خلګ چه له ظالمو پادشاهانو مرور وه د عدالت په سیمه را غونډ شول دغه وخت افغان ملي فلسفه خپل عالي حد ته رسیږي. هر سړی دننه په افغانستان کي، چه له هرطبقې، قوم، نژاد، ژبي او دین ؤ بسیا او مصؤن ؤ او احمدشاهي قوانینو دوی ته پوره امنیت ورکړئ ؤ. افغانستان داسي د امن ځمکه وه، چه د جنګونو په دوران کي د مقابل لوري خلګ د خپل سر او مال د امن له پاره افغانستان ته راتلل، ددوی مال او ناموس به په امن کي ؤ. ټول بهرني لیکوال په دې متفق الرأی دي، چه د احمدشاه له عدالت څخه دوست او دښمن دواړو رضایت درلود

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*