راس ویلسن: سوله باید د افغانستان روانه جګړه پاى ته ورسوي

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن ويلي دي ، چې د سولې بین الافغاني خبرې باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ ترسره شي.

وېلس دغه راز په یوه ویډیويي پیغام کې د سولې د وروستیو پرمختګونو هرکلی هم کړی دی.

راس وېلسن له عاموافغانانوهم غوښتي، چې په ټولنیزو رسنیو او نورو وسیلوکې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړې امریکا په واضح توګه د افغانستان مذاکراتي ټیم او ښکېلو لورو ته ویلي، چې د سولې په خبروکې باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي، د افغانستان ملي حاکمیت او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وشي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې سوله باید افغانستان کې روانه جګړه پاى ته ورسوي .

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر زیاته کړې، چې دوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملاتړي دي او له دغه هېواد سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

وېلسن ډاډ ورکړ، چې د سولې په برخه کې امریکا د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*