د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٣٦مه برخه)

ځېنې وخت دظاهري علم خاوندان دباطني علم په خاوندانو پدې شکمن شي چې يو شمير تش په نامه صوفيانو دحقيقى او ريښتنې تصوف په اړه هم دنورو خلکو شکونه پيدا کړى حال دا چې حقيقي تصوف دالله معرفت دې او عارضي تش په نامه ظاهرى تصوف چې ځينې صوفيانو دمالي تجارت لار ترې غوره کړيده دسپين او نور په شکل توپير لري .
دحقيقى تصوف پيروان هيڅ وخت افراط نه کوي دشريعت دټولو اصولو برابر علم کوي چې بايد حقيقى تصوف په ريښتنې توګه وپيژندل شي.
هغه تصوف چې دزړه او خولې دواړه ليارى ئې برابرى وي حقيقى تصوف دي خو چې يو شمير خلکو ته دوکه ورکوونکى يواځې ظاهري شکل صوفي ته ورکړى قلبي تصديق او باور ونه لري هيڅ وخت په ټولنې کې ديو پرهيزګار او تقوادار صوفي ځاى نشي نيولاى .
د تصوف لوړ مقام به ولايت سره هم موندل کيږي او په ولايت کې بې له باطني علمه تصوف ته څوک نشي رسيدلاى هغه کسان چې واليان يا اولياءکرام ورته ويل کيږي دتصوف په لار کې په زيات عبادت تقوا سره دولايت مقام ته رسيدلى وي وايي دريښتنې تصوف لپاره نيولې وي چې مونږ دلته د اولياء جمله له ولي نه اخستلاى شو چې اوليا دولي جمع ده او دولايت نه اخيستل شويده
دولايت کلمه تل دعدالت په مخالفت استعمال شويدى عداوت دوښمنۍ او ولايت دوستۍ ته ويل کيږي صوفيه کرام او اولياء کرام دالله ، دالله ، رسول او دالله دبندګانو دوستان دي ځکه په پايله يې دولات درجې ته رسيږي په ځينو ځايو ولايت محبت او نږديوالې ته ويل کيږي په ټولنه کې چې په ريښتنې توګه منل شوى اوليا کرام او صوفيه کرام منل شويدى هغه اوليا الرحمن دي هغوي په خپلو کاملو ايمانونو سره له تروږميو رڼا وي راباسي الله تعالى په سورت يونس ٦٤ ايت کې فرمايي ( واورئ څوک چې دالله دوستان دي ايمان يې راوړى دى د تقوا کړنلاره ئې غوره کړې ده پر هغو باندې کومه ويره او کړاوو نشته په دنيا او اخرت دواړو ژوندنونو کې دهغوى لپاره زيرى دى، دالله خبرې نشي بدليداى همدا لوى برياليتوب دى

نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*