احمدشاه باباد اخلاقو په لحاظ ولى الله وو

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
د ميرويس زوی محمود چه د اصفحان پر تخت کښېناست (۱۷۲۲م) انساني لوړ خصلتونه ئې درلودل. دده په ملي فلسفه کي داسي راغلي، چه محمود به هر سهار د خپلو سپاهیانو سره غیږي نیولې. د دربار وزیر ورته وویل، چه: اعلیحضرته تاسو ته مناسب نه ده، چه له سپاهیانو سره غیږي ونیسئ. محمود ورته وویل چه: «زه پادشاه یم ددوی په برکت. په حقیقت کي غواړم، چه تاسو، دوی او ټول خلګ پوه شي، چه زما او زما د ملت ترمنځ کوم توپیر نشته. دا زمونږ ترمنځ مفاهمه ده، چه یو ورور به د ملت له غړو پادشاه وي بل به سپاهي، خو په حقیقت کي دواړه وروڼه دي او د یوه ملت غړي.». مونږ وینو، چه د افغان ملي تاریخ فلسفه وار له واره پیاوړې کېږي.
شاه اشرف: د میر ویس وراره، چه د محمود په دوران کي د تهران والي ؤ، افغاني سلطنت ئې ډیپلوماسۍ مرحلې ته ورساوه، چه له ترکانو سره د یو تړون او روسانو سره د بل تړون په اساس ئې د ډیپلوماټیکو روابطو لاره پرانستله او افغاني سفیر احمد خان بلوڅ استانبول ته لاړ، چه تود هرکلی ئې وشو. شاه اشرف د هرات د ابدالیانو او د کندهار له غلجیانو مرسته وغوښتله او دا يې څرګنده کړه چه: « د اصفحان او آذربایجان نه نیولې د هندوستان تر نوآبانو دغه پراخه ځمکه د پښتنو تر ادارې لاندي ده. که تاسو دا خبره زړه ته وغورځوئ او پوره پرې پوه شئ او خپله خپلي پښتۍ ماتې نه کړئ دا دئ لوی قدرت لرو، نو ما سره ودرېږئ ما د ترکانو د خلافت او د روسانو د امپراتورۍ زور ولید دواړو ماته وخوړه.». دلته داسي ښکاري، چه شاه اشرف ډېر پراخ پلان او نقشه درلوده، چه د ملي تاریخ د فلسفې یوه ټاکلې مرحله ده.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*