اروپا او امريکا دخپلې موخې لپاره وجنګيده

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
له دې خبرې څرګنديږي چې امريکا او اروپا خلک دافغانستان او عراق جګړه بې بنسټه بولي او ديو پاتې بې کفايته حکومت ساتل داروپا او امريکا د ملتونو دتکس پر پيسو او دعسکرو پر وينو له منطقه ليرې ده هغه هم په داسې حال کې چې دولتونه له دغه سياسيت سره مخالف کيږي اتومي بمونه او وسلې دجوړيدو په حال کې دى سياست نور له مسخرو وځي او بيرته سياست کيږي . که داسې ونه شي راتلونکي خلک ان له سماوي آفاتو ساتلاى نه شي ؛ نوي نوي سرحدونه به دختيځ او لويديځ ترمنځ جوړ شي .په افغانستان او عراق کې چې دومره مقاومت وشو لکه دويمه نړيواله جګړه دا نور به څنګه کيږي ؟ دماشومانو دخولې خبرې دي چې دا غواړم او دا نه غواړم غوښتل او نه غوښتل عملي غوښتنې هم لري چې هغه وسايل ، اقتصاد او تاريخي امکانات دغو ليکنو کې چې پېښې ، انديښنې او څرګندونې نومول شوي په کتابي بڼې يې لومړۍ ټولګه (( دساپى دپښتو څيړنو او پراختيا مرکز )) په ٢٣٠ پاڼو کې چاپ او خپره شوې چې دغښتلى مشر امام الدين ساپى او پياوړيو پښتنو دهمت له برکته دوام لري؛ دهېواد ، تاريخ ، ادب او سياست په کې رانغښتل شويدي . دشمس الدين کاکړ له دې دعا سره لاس پورته کوو او امين وايو چې
ربه ته پر پښتانه وکړې نظر
په عزت دې ده دخپل خيرالبشر
فراري يې په دا شان کړه سره جمع
چې يو ځله سره شي شير و شکر
اتفاق او صلاحيت يې کور په کور کړې
چې په يوله بله بولي برادر

امين يا رب العالمين

دغه وروستي کلونه دپښتون په تاريخ کې ډير غوره او څرګند دى هر څه او دچا کره تاريخ وساتل دغه ساتنه نه يواځې ليکل شوې بلکې عکسونه ، فلمونه او غږونه هم ورسره خوندي شويدي .
هغوى چې پوهيدل او هغوى چې نه پوهيدل سپين ، تور او سور به په تاريخ کې خوندي وي .
حضرت سنايي غزنوي وايي .
صانعى بايد حکيم وقادر وقايم بذات
تا پديد آيذر صنع وى بستان قندهار

دا څه وينا ده چې کا ل٤٣٧هجري کې شويده او کندهار حکيم صاحب څه ليدل سنايي رښتيا چې حکيم دى او زمونږ خپل دى امريکايي او اروپايي نه دى چې ډالر ډب ور پسې لاړ شي .يعنې داسې صانع دصنعت خاوند دى پوه او دحکمت خاوند ، پياوړى پرخپلو پښو ولاړ چې بل ته اړ نه وي او ومړلاى شي دکندهار شخصيتونه جوړ کړي لکه ميرويس نيکه ، احمد شاه بابا او ملا محمد عمر مجاهد زبردست لښکر کې .
دا يواځې سنايي نه دى علامه اقبال هم کندهار ته سترګې پر لار و
اساس عالم بالا زان تست وتو غافل
تو قدر خود نميدانى که دارى منصب والا

همدغو پنځو کالو کې امريکا او اروپا دافغانستان خلک پر دوه برخو ويشلى دي موافق او مخالف .په موافقو افغانانو کې کوم نوميالي نشته او ټول هماغه يوه ډوډۍ خوري ، چې هغه هم اروپا او امريکا ورته ايښې ده .تاريخ د دواړو موخو ته ګوري دين ، ناموس او خپلواکي يوې لورې ته او بل لوري ته ډيموکراسي او اباددي ده اروپا او امريکا دخپلې موخې لپاره پنځه کاله وجنګيده خو دماشوړې سر ترې ورک دى
خداى را پېښه نرۍ لار کړه نا ليدلې
لکه ورانه ماشوړه چې وى سرګومه
رحمان بابا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*