اعلیحضرت شاه زمان ملي فلسفې ته پراختیا ورکړه

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
۱۱- په ۱۷۹۸ م کال کي اعلیحضرت شاه زمان ملي فلسفې ته نوره پراختیا ورکړه او هغه دا چه ده دې ته تیاري ونیوله، چه ټول اروپایي استعماري قوتونه، چه انګرېزان یې په لومړۍ درجه پياوړي وه له هندوستان څخه وباسي او آسیا ته له دې اپته نجات ورکړي. شاه زمان په دې لاره کي دومره ترتیبات ونیول، چه دده پادشاهي د آس په شا تېره سوه. که چېری د ایران حکومت د انګرېزانو سره مرسته نوای کړې، نو بېله شکه انګرېزان له هندوستانه وتلي وه او په دې خبره په خپله انګرېزان هم قانع دي. (وګ. افغانستان د تاریخ په بهېر کي د غبار لیکنه)
دا وه د افغان ملي فلسفه، چه په دریو پېړۍوکې روزل شوې وه.
په کال ۱۹۷۹کي د پخواني شوروي اتحاد لښکري افغانستان ته راننوتلې. څورلس کاله جنګونو دوام وکړ. هرچا له بهرني طاقتو څخه د افغانستان په سره تناره کي خپله ډوډۍ پخوله. یو شمېر لیکوالو بېله دې څخه، چه د افغان ملي تاریخ په تاریخي تکامل پوه شي یو لړ کتابونه او مقالې ئې ولیکلې، چه ګواکې پښتنو په دې ملک کي ظلم کړی دئ؛ د خراسان د نامه شوقونه ئې وکړل، د فدرالي حکومت خبري وشوي، خو دوی د افغانستان د جوړېدو تاریخي ضرورت هېر کړی ؤ. اسلام او کمونسټي په پښتون او غیرپښتون بدله شوه. تباهي راغله. د ایران، پاکستان، عربو او نورو مداخلې شروع شوې. نو دادی، چه د افغان تاریخي فلسفه مو څرګنده کړه، چه خلګ فکر پرې وکړي، چه آیا د افغانستان مفهوم ددوی په ګټه دئ یا قومي مفاهیم؟
۱۲- مظفرخان افغان او د هغه تیوري: په کال ۱۸۱۸میلادي کي مظفرخان سدوزی افغان د ملتان مشر او حکمران ؤ. دی یومېړنی په تمامه معنیٰ افغان ؤ. مظفرخان په ملي تاریخ کي حقمن دئ. ښه خبره به دا وه، چه افغانستان کي دده په نامه یو سړک یا یوه ښوونځۍ نومول شوې وای. له بده مرغه دده نوم په تاریخ کي لږ راغلی دئ. کله چه د فتور په دوره کي له کشمېره، ډېرې اسماعیل خان نه، ډېرې غازي خان، پېښور او نورو افغاني سیمو څخه سردار حکمرانانو د سیکانو په مقابل کي ماته کوله او تښتېدل، ځانونه ئې کابل ته رسول، خو مظفرخان دومره مقاومت وکړ، چه دی خپله، دده دوه زامن، لور او مېرمن له ټولي کورنۍ سره په شهادت ورسېدل. دغه وخت دئ، چه د ملتان ماته امکان لري، خو څو ځله د ملتان خلګ پاڅېدل او چا ئې مرسته ونه کړله.
د مظفرخان عقیده دا وه چه: «مرګی ښه دئ تر ژوندونه چه عزته سره نه وي زیست روزګار!» سکانو درانه تلفات ولیدل، خو کوم افغان ئې په اسارت کي نه درلود. مظفرخان کولای شول، چه ملتان تسلیم کړي او وتښتي. امان ئې هم غوښتلای شو او یا دا چه باج ومني. په داسي حال کي، چه دغه ټولي خبري ورته کېدلي، خو مظفرخان یو ریښتنی افغان ؤ، چه د ظفر او مرګ ترمنځ یې دریم انتخاب نه درلود.
په افغانستان کي اجتماعي ترکیب او اجتماعي جغرافیه داسي ده، چه ملي یووالی او افغاني مفهوم کوم چه بحث ورباندي شوی د ټولو په ګټه دئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*