د لبنان پلازمېنې بيروت کې ستره چاودنه شوې

د لبنان پلاز مېنې بيروت کې ستره زوره وره چاودنه شوې چې له امله يې ډيره مرگ ژوبله رامنځته شوې د لبنان چارواکي  وايي تر دې دمه ۷۸ کسانو وژل کېدل تایید شوي دي او  تر څلورو زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکو پر خبره  ګڼ شمېر کسان لادرکه دي او د چاودنې وېجاړي ته په کتو داسې وېره شته چې مرګژوبله به تر دې هم لوړه وي.

د لبنان د کورنیو چارو وزیر او د عامه امنیت مشر ویلي، داسې ښکاري چې دا چاودنه د هغو وسلو په ګودام یا ډیپو کې شوې ده چې څو کاله وړاندې نیول شوې وې،  تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی مالوم او پلټنې روانې دي.

ولسمشر میشال عون ویلي، دا د منلو نه ده چې په یوه ګودام کې څه باندې دوه نیم زره ټنه (امونیم نایټرېټ) په ناخوندي توګه ساتل کېدل

تر اوسه پدې چاودنو کې د تلفاتو کره شمیره نه ده معلومه، خو لبناني چارواکو ویلي چې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*