د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت

(٣٥مه برخه)

په تصوف کې دباطني علم مقام

په تصوف طريقه کې ټولو شرعي علمونو ته ضرورت ليدل کيږي که په تېرو يادو علمونو کې يو صوفي کوم علم ونه لري نو په دې اسلامي او شرعي طريقه تصوف کې به ئې دمقام يوه برخه کمه وي لکه څرنګه چې يو مفسر ټولوديني علومو ته اړتيا لري  دا ډول يو صوفي هم ورته اړتيا لري ستر فقهي عالم او محدث مولانا اشرف على تانوي ( رح) په خپل کتاب شريعت وطريقت کې فرمايي  دتصوف دظاهرى او باطني علمونو مجموعې ته ويل کيږي چې دالله درضا لپاره شپه او ورځ تکاليف وګالل شي دغه ډول دتصوف دليارې دمعرفت او قربت مقام نږديوالى لپاره ټول علمونه چې صوفى دالله په عبادت کې په ټولو خواو پوهه وي ضرورت ليدل کيږي

دعلم معاني او علم اصول دين تر څنګ بايد صوفي تر ظاهرى علمه زيات باطني علم ولري  له بلې خوا دتصوف په علم کې علم لدوني هم اړين دى چې الله تعالى د موسى( ع )او حضر (ع) په باب په څو پيښو کې حضرت موسى  ته علم لدونى هم ورکړى الله تعالى دقران کريم په سوت کهف ٦٥ مبارک ايت کې فرمايي ((وَعَلَّمْنَاهُ مِن لَّدُنَّا عِلْمًا) موسى ع سره په شرعي احکامو علم ؤ او قضا ئې په ظاهري علم بنا وه او حضرت حضر ع ته الله په ځينې غيبي امورو کې هم علم ورکړى ؤ او په باطني امورو کې ئې په کامله توګه معرفت درلود ځکه خو الله پاک موسى ته امر کړى ؤ چې دحضرت حضر ع دباطني علم څخه احذ او زده کړه وکړه چې الله پاک هغه ته ورکړى وه .

الله پاک موسى ع ته له حضر ع څخه دزده کړى امر ځکه کړى ؤ چې حضرت حضر ع باطني علم درلود دحضر ع دباطني علم ثبوت موسى او حضر ع دملګرتوب څخه څرګنديږي که څه هم دتصوف په پاکه لار کې ظاهرى علم ته هم اړتيا شته خو بې دباطني علم څخه يو صوفي دراز نياز تصوف مقام ته نشى رسيداى دتصوف لوړ مقام رسيدو لپاره په ظاهرى ډول دواړه لارى يو تر بله ځانګړى اصول قوانين او کړنلارى لري .

صوفيه کرام په خپلو خپلواصولو او قوانينو روان وي ځينې وخت دظاهرى علم خاوندان دباطني علم دخاوند له فضايلو خبر نه وي چې په باطني علم سره يو صوفي څومره مقام لري لکه موسى ع چې دحضرت حضر ع دماشوم له وژنې دديوال او کښتۍ دخرابولو له باطني علم او راز نه خبر نه ؤ درې واړه هغه کارونه وو چې په ظاهري توګه دشريعت څخه مخالف ښکاره کيدل خو حضرت حضر (ع) ته ئې فلسفه معلومه وه .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*