برېتانیا په هېلمند کې د خپلو سرتيرو په اړه پلټنې کوي

د برېتانیا حکومت ويلي دي  د هغه ادعاوو چې ګوندې د دوی پوځیانو په هلمند کې عام خلک وژلي نوې پلټنه پیل کړې ده.

د رسنیو د رپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې د برېتانیا حکومت او په ځانګړي ډول ددغه هېواد ځانګړي ځواکونه د رسنیو تر سخت فشار لاندې دي چې په افغانستان کې یې ملکي وکړي په قصدي توګه په نښه کړي دي.

په ورته مهال د برېتانیا د دفاع وزارت وايي دوی په دې اړه نورې او لا دقیقې پلټنې کوي تر څو اصلي لامل پیدا کړي.

دغه راز دوی وايي په دې اړه به هم څېړنې کوي چې ولې لوړپوړي برېتانوي چارواکي د خپلو سرتېرو له کړنو ناخبره وو او د عملیاتو محرم اسناد ولې رسنیو ته په واک کې ورکړل شوي دي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*