اعلیحضرت شاه زمان ملي فلسفې ته پراختیا ورکړه

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
لویه جرګه سال ۱۱۲۶هجری مطابق ۱۷۴۷میلادی در کندهار
معروف ترین جرګه تاریخ افغانستان که یکی از موثرترین جرګه ها در تاریخ وطن ما میباشد در سال ۱۷۴۷میلادی در قندهار توسط توسط وطن داران ما برپا شد. در این جرګه احمدخان ابدالی اګرچه که جوان ترین اشتراک کننده این جرګه بود بحیث پادشاه انتخاب و از نفاق و برادرکشی در میان مردم جلوګیری شد. در تصویر بالا ملنګ صابرشاه پسر متصوف معروف استاد لایخور کابلی را در حالی نشان میدهد که خوشه ګندم را بر سر اعلیحضرت احمدشاه بابا میګذارد و انتخاب اورا تبربک میګوید. این انتخاب و این جرګه سبب بوجود آمدن امپراتوری عظیم ابدالی اعتلا و عظمت افغانستان ګردید.
۱۰- آزاد خان افغان او د هغه ملي تیوري: آزاد خان هغه ځلانده څېره ده، چه په ملي تاریخ کي لږي خبري ورباندي شویدي. کله چه د افغانانو دولت په ایران کي سقوط وکړ، آزاد خان د آ‌ذربایجان حکمران او مشر ؤ. (وګ. دنادر افشار رساله د لکهارټ لیکنه) دی غلجی او یو ځوانمرد مېړنی ؤ. ده د یوه ځوانمرد په توګه د ایران بېلابېل خلګ پر ځان راټول کړل او د احمدشاه بابا د امپراتورۍ تر زمانې پوري د ایران د تخت مدعي ؤ. (۱۷۵۵م) د پوهاند حبیبي په پېښ لیک کي راغلي، چه د آزاد خان افغان سکه د اصفحان په موزیم کي موجوده ده. آزاد خان د نادر افشار سره ډغري ووهلې او خپله خپلواکي ئې په آذربایجان کي ساتلې وه.

ډاکټر ګنډاسنګ د احمدشاه دراني په کتاب کي د آزاد خان افغان پر ملي تیوري خبري کوي، چه ده یو پراخ پلان درلود او خپل پلان یې تشریح کړ، چه دی غواړي افغانستان، ایران او هندوستان یوه حوزه او یو هیواد کړي. ده د خلکو په یوه ستره غونډه کي خپل پلان څرګند کړ.
تر نادر افشار وروسته، آزاد خان افغان، محمد خان قاجار او کریم خان زند د ایران د پاچاهۍ لپاره درې کاندیدان وه.
آزاد خان ویل: د لویو هدفونو په لار کي شیعه، سني او قوم په نظر کي نه نیول کېږي. (هم هغه کتاب)

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*