په لغمان کې دوه امنيتي چارواکي لوى څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي ويلي دي دولت شاه ولسوالۍ امنیه قومندان او په یاده ولسوالي کې د ملي اردو دټولي قومندان یې له دندوګوښه او لوى څارنوالۍ ته ور پیژندلي دي.

اسدالله دولت زى زياتوي چې   دا امنیتي چارواکي د فساد او په خپله دنده کې د بې غورۍ په تور له دندې لرې شوي دي.

دولت زى پر خبره دا پرېکړه په یاده ولسوالي کې د امنیتي وضعیت د سمون په موخه شوې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*