ملا برادر او مایک پومپیو پر بین الافغاني مذکراتو خبرې کړي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هیئت یې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکې له خارجه وزیر مایک پمپیو سره کتنه وکړه او د بین الافغاني خبرو د پیل او روان وضعیت په هکله وغږیدل. دواړو د خبرو د پیل لپاره د اسلامي امارت د پاته بندیانو خلاصون مهم وباله. همداشان د امریکې خارجه وزیر د لوی اختر په مناسبت د اسلامی امارت له خوا د اعلان شوي اوربند هر کلی وکړ

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*