د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٣٤مه برخه)
دمولانا روم دژوند پر مهال هم دتصوف دپاکې لارې مخالفينو دعلماء کرامو ترمنځ داختلافاتو  درا پيدا کولو هڅې کولې په يمن کې دشمس الدين تبريزى ويناؤ زور واخيست مولانا روم نور هم تصوف ته متوجه شو په ټولو هغو کتابونو او اثارو يې ژور فکر توجه وکړه چې دحکيم سنايي  په شمول نورو علماء تاليف کړى وو هغه څه چې دتصوف په اړه ليکل شوي وو او ورته به مروج تصوف ويل کيده په اصلي او حقيقي تصوف ئې خلکو ته ور وپيژانده .
مولانا روم دتصوف دلارې په خپلولو او پراختيا ورکولو په هندي ، فارسي او يوناني علماء کې شهرت وموند په بغداد کې ئې تفسير ، فقه ، حديثو کې دمخه خدمتونو ته علماء کرام قانع وو اهل سنت وجماعت ، اهل تشيع ، اهل اعتزال او نورو ته ئې خپل علمي ، فکري او عقيدوي معلومات تر بغداد او ترکيې ور ښوولې وو .
 امام غزالې په خپل کتاب احياء العلوم الدين کې ليکى کله چې انسان ته قلبي معرفت حاصل شي نو ددې توان پيدا کوي چې دعلم خونې ته داخل شي .
د امام غزالي رح په اړه اسلامي مورخين ليکلي چې ٣٠٠ کتابونه ئې تاليف کړى وو خو په ٣٠٠ کتابونو کې په دې کوم مخالف داعتراض ګوته نه ده پورته کړى امام غزالي په خپلو تاليفاتو کې زياتې ليکنې په تصوف کړي دى دتصوف مبارکه لار چې چا موندلې ده هغه دوخت په مشهورو علماء ، بزرګانو ، عارفينو ، سالکانو ، مشايخو او صوفيه کرامو کې شميرل شوي دى چې مونږ دمولانا بلخي رومي او امام غزالي يادونه دتصوف دپاکى لارې دموندنې په غرض وکړه چې کومې درجې ته پرې رسيدلې وو پر هغې مصديقين  او منکرين دواړه قانع دي صوفيه کرام دتصوف دلارى موندنې سره دتقوا او شريعت لار خپلوي دشريعت برابرى اوراسخې لارې به له وړو او غټو ګناهونو ځانونه ساتى دنياوى او مادى ژوند دضرورت په اندازه کوي نه دعيش او عشرت لپاره صوفي ته عارف هم ويل کيږي او عارف هغه څوک دى چې دتقوا ،زاهد او عباداتو له برکته پرې ده .
لاهوتى انوارو پيرزوينه الله پاک کړى ستر صوفي عبدالرحمن بابا وايي
معرفت دخداى څرګند دى په هرڅه کې
سترګې وخوره چې څوک هومره نظر نه کا
چې دا هسې معرفت ئې پرې پيرزو کړ
په رحمان باندې منت دپاک مولا دى .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*