ډاکټر خليلزاد له اشرف غني سره پر سولې خبرې کړي دي

د افغان سولې په چارو کې دامريکا ځانګړی استازی په کابل کې د افغانستان له محمد اشرف غني  او لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره د افغانستان د سولې اړوند مسلو پر سر غږېدلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي په دې لیدنه کې چې پرون  په ورځ ناوخته شوې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د جمهوري ریاست مرستیالانو او د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: “په دې کتنه کې د اوربند د تمدید یا د تاوتریخوالي کموالي په اړه د کار، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل او د زندانیانو د تبادلې په اړه، بحث اوخبرې وشوې”.

همداشان زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه اشرف غني ته معلومات ورکړل.

غني او خلیلزاد په داسې مهال د اوربند پر تمدید یا د تاوتریخوالي پر کموالي خبرې کړي چې افغان حکومت او طالبانو د لوی اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*