په محکمه کې يوتن حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي په تور وژل شوى

د پېښور په یوه محکمه کې هغه سړی د قاضي په مخکې په ډزو وژل شوى ، چې د اسلام پیغمبر (ص) ته د سپکاوي تور پرې لګېدلی و.

ځايي پولیسو ويلي دي   طاهر احمد نسیم  د محاکمې لپاره د قاضي شوکت علي مخې ته راوستل شو، خو هلته یوه ولاړ سړي پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.
پولیس وايي، بریدګر یې نیولی دی.

رسنۍ د پېښور شرقي پولیس تاڼې چارواکو له خولې  وايي، وژل شوی سړی له څه مودې راهیسې د اسلام پیغمبر (ص) ته د سپکاوي په تور زنداني و.
ځايي پولیسو پر خبره ، محکمې ته له رسېدو وروسته خالد نومي یوه سړي له تورن کس سره لفظي شخړه وکړه او وروسته یې ډزې وکړې، چې پایله کې یې تورن کس ووژل شو.
د پېښور پولیسو یو افسر محمدعلي ګنډاپور وايي، بریدګر نیول شوی او د پېښې په تړاو پوښتنې ګروېږنې پیل شوې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*