شاهين: داختر ترورځې ددولت د١٠٠٠ بنديانو خوشي کېدل بشپړاوه

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، د ښه نیت ښودلو له مخې به د اختر تر ورځې د افغان حکومت پاتې بندیان خوشي کړي، خو له مقابل لوري یې هم غوښتنه دا ده چې د دوحې د تړون له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ کړي او تر اختر وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.

سهیل شاهین پر ټوېټر زياتوي چې په قطر کې له امریکا سره د سولې د هوکړې له مخې، غواړي د افغان حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ کړي.

پر ټويټر د شاهين د وينا متن په دې ډول دى

اسلامي امارت به د امیرالمؤمنین د شفقت له مخې او د ښه نیت ښودلو په منظور د اختر تر ورځې پورې د کابل ادارې پاته بندیان هم خلاص کړي چې په دې سره به د ۱۰۰۰ تنو بندیانو خلاصون بشپړشي. مقابل لوری هم باید د دوحې د تړون په اساس د ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون پروسه د ورکړل شوي لیست له مخې تکمیل کړي تر څو له اختر څخه وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره زمینه مساعده شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*