د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولي

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
دلوى څښتن په نامه
مخکنۍ وينا
اوس، چه بيا د فتور دوره پر ګران هيواد باندي راغله او يوه پېړۍ وروسته پاتې ولاړو په کار ده، چه د افغان بچي لپاره د افغانستان ملي فلسفې د تاريخ په پلوشو کښې په لنډه توګه وړاندې شي يا د تاريخ هنداره په لاس ورکړه شي.
ما د افغان ملي تاريخ تر يوه حده مفصل ليکلی دى، خو د هغه چاپ تر دې ډېر ګران دى، سخت توفان روان دئ چاسره به دومره وخت هم نه وي، چه هغه ولولي. داطوفان د اسلام او ترقۍ په نامه راغلی،په حقيقت کښې ئې د افغان ملي فلسفه ووهله.
سږ کال واشنګټن پوسټ ورځپاڼي دوه مقالې خپرې کړي : يوه په جولای او بله په نومبرکښې. يوې د(سي آی اې) فعاليت په افغانستان کي ښود او بلي ئې د(کي جي بي). تاريخ پوهان به له دواړو څخه د موخذ په ډول ګټه اوچته کړي.
دسياسي جغرافيې پر بنا پاکستان او ايران او په يوه بل حد کښې سعودي عربستان، هند اوچین، شمالي نوي آزاد شوي جمهوريتونه، چه ګوري ميدان تش دئ خپل د سياسي غرضونو لپاره فعاليت کوي. امريکا غواړي يو بې خاصيته حکومت هلته جوړ شي، په داسي حالاتوکښې دوې خبري ډېر اهميت لري:
لومړی – آيا افغانستان به خپل تاريخ وساتي ؟
دوهم – ملي يوالی به وساتي؟
نو ځکه مي د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي فلسفې تيوري ګاني د تاريخ له پاڼو را واخيستې او په يوه مقاله کي مې خپلو هيوادوالو ته په لنډه توګه بيان کړې. اوس د نسلونو کار په مخه کي دئ او ښايي، چه يوه خاکه به په لاس کي وي.
پيشينه خلکو ګټلي ځني لاړل
ناخلفه مشه لوی د چا په در
نوامبر ۱۹۹۲، ورجينيا، امريکا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*