د ایران او افغانستان د مرستو هر اړخيز تړون جوړيږي

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ويلي دي  د ایران او افغانستان د مرستو   هراړخيز تړون پر جوړېدو او تیارولو پینځه کمیټې بوختې دي او خبرې پرې کوي. د امینیان په خبره له یادو پینځو کمېتو ۳ یې د اوبو او فرهنګي مرستو پر مسئله کار کوي او ترڅنګ یې په دې سند کې پر اقتصادي، سیاسي، ترانزیتي، امنیتي او دفاعي مسایلو هم خبرې کېږي. نوموړی وايي هیله لري تر راتلونکو دوو میاشتو دغه پروسه بشپړه شي.

باید وویل شي چې په دغه سند کې تر ټولو مهمه مسئله د اوبو ده چې د افغانستان لپاره تر هر څه زیات ارزښت لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*