په اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل استعفا ورکړه

په اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل ويلي دي  د نورو لوړو زده کړو او ځینو معاذیرو له مخې د کار دوام ورته ستونزمن شوی او نه شي کولی چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې لومړۍ استعفاء یې تېر کال د لیندۍ په ۲۵ ولسمشر محمد اشرف غني ته سپارلې وه او دوهمه استعفاء یې د روان کال د زمري پر ۵ مه نېټه ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

مشعل وايي: “د اوسني ماموریت پای مې وطن ته د خدمت کولو خاتمه نه ده، بلکې په راتلونکي کې به د زمینې مساعدېدلو په صورت کې بیا هم د خپل هیواد لپاره کار کوم.”

عاطف مشعل دغه راز زېاته کړې چې د ولسمشر د لارښوونو مطابق یې خپله دنده په پوره ژمنتیا سره تر سره کړې ده. ولسمشر غني د عاطف مشعل استعفاء منلې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*