طالبانو او حکومت د اختر درې ورځې اوربند وکړ

طالبانو  په يوې خبر پاڼې کې ويلي دي چې د لوی اختر په دریو ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ برید نه کوي ، خو که پر دوی برید وشو نو بیا  کلک ځواب ورکړي. د طالبانو له دې  خبرې ساعت وروسته افغان حکومت هم له خپل لوري د اختر دریو ورځو کې اوربند وکړمحمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو  د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو  ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي حکومت  افغان امنیتي ځواکونو ته ويلي دي  چې تر هغې چې د طالبانو لخوا اوربند نه وي مات شوی، امنیتي ځواکونه دې د طالبانو  پر ضد عملیات نه کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*