د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت

(٣٣مه برخه)

ديني مورخين او علماء کرام وايي  چې دنظام الملک ملک شاه لخوا چې دصوفيه کرامو مدرسه جوړه کړل شوه او دنظامي مدرسى په نوم ونومول شوه يو لامل ئې دادى چې صوفيه کرام لکه د نظاميانو شپه او ورځ دالله عبادت ته ولاړ وو شپه او ورځ به يې ذکر کاوه او ان په ورځنيو دنياوي کارونو کې به ئې هم ذکر کاوه لکه څرنګه چې نظاميان شپه ورځ دحکامو او امر پر ځاى کوي صوفيه کرامو به  هم شپه او ورځ دالله اوامر پر ځاى کول او دالله عبادت به ئې کاوه .

اسماعيليه فرقه دامام غزالي رح په وخت کې هم موجود وه دى فرقې به د تصوف د طريقې  په خلاف په خپلو ويناؤ کې داختلافاتو دراپيدا کولو هڅې کولې خو امام غزالي رح به هغه وخت کې د ټولو علما کرامو او عام ولس په وړاندې تصوف دومره په حقيقي او ريښتونې بڼه ثابت کړ چې داسماعيليه فرقى ټولې هلې ځلې ئې په سيند لاهو کړې.

دامام غزالي رح دى عمل نه يوازې دا چې په ټولنه کې ئې نور قدر هم پيدا شو بلکه داسلامي دينى او مذهبى علماء علاوه مستشرقينو هم وستايه او دتصوف دطريقې يو مخور او مقتدر لارښود ئې ياد کړ .

داسلامي علومو پيژندونکي مستشرق (مکرونا لديکى ) ليکى امام غزالي رح په اسلامي ټولنه کې اهل تصوف ته دومره لوړ مقام ورکړ چې دهر چا لخوا دستاينې وړ وګرځيده.

امام غزالي رح چې تصوف ته لار وموندله وده ئې ورته ورکړ، مقام ئې نور هم لوړ کړ فلسفه ئې پريښودله پدې ئې باور پيدا کړ چې تصوف دبشر يو غائب کمال دى چې ورته ورکړل شوى دى يو انسان کولاى شي په خپل فطري استعداد سره دتصوف غوره لارې ته مايل شي همدا دامام غزالي برکت ؤ چې دزرګونو شاګردانو دروزنې له امله ټول عالم اسلام او په ځانګړي ډول بلخ تصوف تصوف شو .

دمولانا روم پلار چې ستر ديني عالم او په علماء کې ئې دسلطان العلماء شهرت موندلې ؤ کله چې دروم داوسيدنې دمخه په بلخ کې اوسيده دتصوف په برکت ئې دومره شهرت موندلى ؤ په يمن او نوروه اسلامي نړۍ کې چې دتصوف مدرسو شهرت وموند سلطان العلماء هم ورته زياته پاملرنه وکړه په زرګونه شاګردان ئې په بلخ کې وروزل ديوې تصوفى مدرسې جوړولو اراده ئې وکړه خو په بلخ کې پاتې نشو او دروم ته ولاړ .

مورخينو ليکلى چې مغلو داهل تصوف نه زياته ويره درلوده په بلخ کې ئې سلطان العلماء ته ستونزى پيدا کړى او سلطان العلماء له بلخه دروم قونيې لار ونيوله کوم خطر چې سلطان العماء له مغلو او چنګيزيانو ليده همغسې وشول مغلو بلخ کنډواله او بيا چور کړ دبلخ ټوله شتمني ئې له ځانه سره يوړه .

نوربيا

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*