خلیلزاد:اوربند افغانان سولې ته نږدې کولی شي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو او حکومت ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی دی.
د نوموړي په خبره داوربند  ډول کارونه  افغانان تر دې هم سولې ته نږدې کولی شي او ددې لامل کيږي  چې د باور فضا پیاوړې شي.
خلیلزاد ویلي چې د اوربند پر مهال به افغانان په ډاډ او ارامۍ کې اختر ونمانځي.
خلیلزاد همدا راز د افغان ځواکونو ستاینه هم کړې ده او له دوی یې مننه کړې چې په دې سختو شرایطو کې د خپل هېواد ساتنه کوي. دده په خبره دوی خپل افغانستان  ته ژمنتیا لري او دی یې دغه ژمنتیا ستایي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*