لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه کړل شوی

د افغانستان کرېکټ لخوا په یوه خپره شوې  خپرپاڼه کې ويل شوي  چې د افغانستان کرېکټ  ادارې اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی د خرابې لاس ته راوړنې  له امله له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی.

ځینو نورو رسنیو هغه لیک ترلاسه کړی چې د افغانستان کرېکټ بورډ رئیس فرحان یوسفزي لخوا ښاغلي لطف الله ستانکزي ته استول شوی او پکې له دندې د هغه د ګوښه کولو لاملونه په ګوته شوي دي.

په دې لیک کې راغلي چې لطف الله ستانکزۍ په خپله دنده کې د ناسم مدیریت، خرابې لاس ته راونې  او له نورو مدیرانو سره د ناسم چلن له کبله له دندې ګوښه کړل شوی دی.

د کرېکټ بورډ خبرپاڼه  کې بیا راغلي دي چې  ستانکزي ته مخکې هم په دې تړاو شفاهي او تحریري‌ اخطاریې ورکړل شوې وې.

اعلامیه وایي‌ چې اوس به د کرېکټ بورډ د اجرائیه ریاست بست د ازاد رقابت له لارې اعلانېږي او د دې ادارې له اصولو سره سم به نوی او وړ کس پر دې دنده ګومارل کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*