د افغانستان ملي تاريخ او د هغه فلسفه

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
عرب مسلمانان، چه افغانستان ته راغلل لکه يوناني سکندر له ډېرو ستونځو سره مخامخ شول څو په ۸۶۱م کال يعقوب ليث صفاري يو ځوانمرد او مېړنی افغان د زرنج اوسېدونکی، خپله بشپړه خپلواکي څرګنده کړه خراسان او پارس يا اوسنی ايران ئې ونيول. عربي ژبه يې منع کړه، چه په دفتر او ديوان کي استعمال نه شي د هغه پر ځای افغاني دري په کار شوه. بايد ووايو، چه تر دغه وخته پوري د پاړسي ژبي کومه نسخه په ايران کي نده ليدل شوې. د لومړي ځل لپاره د يعقوب صفار په ستاينه کي دري شعر وويل شو.
په افغانستان کي پښتانه ځني ځانګړي خصوصيتونه لري. له هغه جملې نه يو هم دادی، چه مارکسيسټ تاريخ پوهان، چه ځانګړي تحليل لري هغوی وايي، چه: پښتون قوم د غلامۍ دوره نده تېره کړې او دوی د غرو خپلواک پادشاهان ؤ او پخوا تر اسلامه ماهويه سوري يو خپلواک پادشاه ؤ د غور په سيمه کې.

د صفاريانو دوره، چه له برمه ډکه وه او کله چه پای ته ورسېده، نو په غزني کي يو بل دور زرغون شو (۱۰۰۲م کال ؤ )، چه سلطان محمود غزنوي ئې په سرکې ؤ. له سلطان محمود سره هندوستان ته ډول ډول خلګ او د افغانستان بېلابېل قومونه ولاړل، خو پښتنو دده په لښکر کي څرګنده برخه درلوده، چه لوی منصبداران ئې هم هلته د امتيازاتو په اخستلو پاتي شول. دغه مطلب د( افغان اشرف او مغل ) په کتاب کي راغلی دئ، چه بيا وروسته د وړو خپلواکو دولتو په جوړ ولو بريالي شول. او کله چه د غور پادشاهان هلته ورسېدل څوسوه کاله هندوستان د دوئ په لاس کي ؤ، چه د هغوی لوی پادشاه سلطان غياث الدين غوري ؤ.
کله چه سلطان بهلول لودي د ډهلي پر تخت کښېناست ( ۱۴۵۱م کال ) د افغانستان د سياست په عملي کولو ئې لاس پوري کړ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*