په ایران کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۳ لکو ته نږدې شوی

ایراني چارواکو منلې  ده چې د کورونا وېروس ۲۳۳۳ تازه مثبتې پېښې ثبتې کړې دي. په ايران کې  هېواد کې د تېرې می میاشتې راهیسې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو او مړینو شمېر یو ځل بیا په ډېرېدو دی، او ډېری په دې باور دي چې په ایران کې د کورونا وېروس دویمه څپه پیل شوې ده.
ایراني چارواکو همدا راز منلې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې ۲۱۶ کسانو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله خپل ژوند بایللی دی.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ایران کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۳ لکو ته نږدې شوی او څه باندې ۱۵ زره کسان ترې مړه شوي دي.
د ایران حکومت په می میاشت کې په دې هېواد کې د کورونا وېروس پر ضد لګولي بندیزونه نرم کړي وو. خو اوس داسې ښکاري چې دا پرېکړه یې بې وخته کړې وه.

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې تر ۱۶ میلیونو واوښتي، چې څلورمه برخه یې امریکا کې دي او لږ تر لږه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله ۶۵۰ زره کسان مړه شوي دي.

په اسپانیا کې د کورونا وېروس د پې‍ښو په لوړېدو په دې هېواد کې د وبا د مخنیوي لپاره د نویو ګامونو اخیستو چمتووالی نیول شوی او په ټوله اروپا کې د کورونا وېروس د “دویمې څپې” راپورته کېدو وېره په ډېرېدو ده.

په کاتالونیا کې د دوو اونیو لپاره د شپې مهال فعالیتونه درول شوي، خو نورو سیمو کې هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ نوې پېښې ډېرې شوې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*