د افغان لرغونى تاريخ او دهغه پېښليک

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

(٤)

٣١- په ١٧١٠ م کې ميرويس نيکه قندهار ته نژدې دپارسي سپه سالار پنځه ويشت زره عسکر ووژل او خپلواکي يې ټينګه کړه .
٣٢ –اعليحضرت شاه محمود هوتک د ١٧٢٢ داکتوبر په دوه ويشتمه په داسې حال کې چې ايران شاهي تاج يې پر سر ايښې و اصفهان ته ننوت .
٣٣- په همدغه ورځ اصفهان ته نژدې هزار جريب کې هالنډيان ، انګليسان ، فرانسويان ، پرتګاليان په ليکه کې ولاړ و چې هغه زلمي فاتح يعنې شاه محمود افغان وګوري دوى خپلې خولۍ ګانې له سره ايسته کړې او دځان له ټيټولو سره يې دافغان فاتح تعظيم وکړ .
٣٤- کله چې اعليحضرت فقير مشرب شاه محمود هوتک ١٧٢٢ داکتوبر ٢٢ ښار ته نژدې په زرهاو خلک دده ليدو او هرکلې ته ولاړ و افغان فاتح دايران شاهي تاج سره ايسته او خپله پګړۍ يې پر سر کړه دا کار ده ددې دپاره وکړ چې دايران خلک دډيرې کمې احساس ونکړي او خپله دبدبه لږه کړي خپله لويې وښودله چې دى غرور نه لري .
٣٥- اعليحضرت شاه محمود افغان درياضيت او تقوى له کبله کمزورى نه و ، عبادت او وچه ډوډۍ يې خوړله په ١٧٢٥ ميلادي کال کې له اتو کلونو پادشاهي وفات شو .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*