شاهین: طالبان بين الافغاني خبرو ته په مشروط ډول چمتو دي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، که د افغان حکومت په زندانونو کې د طالبانو  بندیان تر لوی اختر پورې  خوشي شي نو  طالبان چمتو دي چې له اختر  څخه وروسته بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، طالبان  د پاتې حکومتي بندیانو ازادولو ته چمتو دي، خو په دې شرط چې پاتې طالب بندیان هم خوشي شي.
شاهین لیکلي: ‏اسلامي امارت آماده دی چې تر راتلونکي لوی اختر پورې د مقابل لوري پاتې بندیان په دې شرط خوشي کړي چې زموږ پاتې بندیان هم د لست سره سم را خلاص شي. د بندیانو د خلاصون د پروسې له تکمیل سره سم، اسلامي امارت تیار دی چې له اختر وروسته پيوسته بین الافغاني مذاکرات پيل کړي “

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*