د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٣٢مه برخه)
يو غير مسلم فيلسوف (مانتوپولس) چې پر آبدي ژوند باور نه لري خو بيا هم وايي : دامه وايئ چې ژوند يو داسمي شى دى احمقان ور پورى زړه تړى ، صوفيه کرام په خپله پاکه عقيده (تصوف ) ددنيا پورې زړه نه تړي غم او خفګان دژوند برخه ګڼي لکه څرنګه چې په موسمونو کې پسرلې او خزان راځي داسې دانسان ژوند هم دي کله خوښي او کله غمونه ، مصيبتونه او کړاوونو خو انسان بايد لکه دصوفيه کرامو په هر حالت کې دخپل کامياب ژوند لپاره دتل لپاره دالله ذکر او عبادت وکړى ، ددنيا ژوند يو خوب او خيال وګڼي کله چې مولانا جلال الدين بلخي رومي دالله په ذکر او عباداتو تصوف ته لار وموندله خپل ټول ژوند يې دتصوف پراختيا ته وقف کړ په خپلو اذکارو او نيکو اخلاقو کې يې زياتوالى راغى دتصوف لوړ مقام ته په رسيدو يې په زړه کې ملکوتي نور رڼا وکړه دومره وځليده چې دتصوف دځلا دنورد  پراختيا لپاره ئې په روم قونيه کې مدرسه جوړه کړه
 د تصوف دتدريس لپاره يې په مدرسو کې دتصوف دروزنې لپاره خپله طريقه جوړه کړي (مولويه ) په نوم ئې ياده کړه په مولويه طريقه کې مولانا بلخي رومي دزرګونو شاګردانو ( صوفيه کرامو ) په روزنې سره دمولويه په طريقى دصوفيه کرامو شمير زرګونو ته ورسيد چې پيرويان ئې وخت په وخت زياتيږي .
مولانا بلخي رومي هم په دې باور ؤ چې تصوف په ذکر او عبادت سره چې صحابه کرامو به کول دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په وخت کې موجود ؤ خو په دويمه پيړۍ کې ئې وده وکړه د زهد ، تقوا ، ذکر او زيات عبادت خاوندان په صوفيه کرامو ونومول شول صحابه کرامو ، تابعينو او تبع تابعينو دتصوف مبارکه لار ونيوله
مولانا رومي فرمايي چې دمسلمانانو ترمنځ کله مذهبي ډلې پيدا شوي ځنې ډلو سره لږ څه اختلاف لاره خو کله چې امام غزالي رح په پنځمه پيړۍ کې تصوف په يوه ځانګړى چوکاټ کې دا حل کړ
 دوخت حاکمان دتصوف په حقيقت پوه وو ستر ستر محفلونه يې جوړ کړل او په خانقاء کې ئې ذکرونه پيل کړل چې په حقيقت کې امام غزالي رح تصوف  مسلمانانو او په ځانګړى توګه دوخت حاکمانو ته په حقيقي بڼه ور وپيژانده امام غزالي رحمه الله عليه دمصر دحاکمانو په منځ کې زيات محبوبيت درلود دهغه مبارک په وينا يې په بشپړ باور ( تصديق ) سره عمل کاوه په مصر ، دمشق کې حاکمانو په خانقاء کې دتصوف په طريقه ذکر کاوه په دمشق کې (اموي مسجد) چې دوخت په تېريدو سره ئې ابادي زړه شوى وه دوخت حاکمان چې دتصوف په طريقه کې ډلې ډلې داخليدل بيا ئې د (اموي) جومات دآبادولو امر وکړ او چې کله بيا جوړ شو داهل تصوف دعباداتو مرکز وګرځيد چې خپله امام غزالي رح په کې په لومړي ځل اعتکاف ته کښيناست او وروسته ئې په دايروي شکل په همدې مسجد کې دتصوف په طريقه عبادات کول دامام غزالي رح په برکت سلجوقيانو هم دتصوف په طريقه عبادات پيل کړل ددمشق دوخت وزيرنظام الملک ملک شاه سلجوقي د صوفيه کرامو سره دومره مينه پيدا کړه چې خپله يې هم تصوف ته لار وموندله او د نظاميه مدرسې بنسټ ئې هم کېښود .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*