د افغان لرغونى تاريخ او دهغه پېښليک

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

(٣)

٢١- په دوه سوه نوي ميلادي کال کې فيروز شاه غلځي دهند پادشاه و دغه لړۍ روانه وه .
٢٢- سلطان بهلول لودي سکندر لودي ، ابراهيم لودي اويا کاله هند ودان کړ .
٢٣- ١٥٢٦م بابر چې ظهير الدين نوميده له سلطان ابراهيم لودي نه ډهلي ونيو د پښتنو دناپوهۍ او نفاق له کبله ترې واک تللى وو
٢٤- ١٥٤٠ ميلادي کې شير شاه سوري هغه پادشاهي چې له پښتنو پاتې وه بيرته ترلاسه کړه .
٢٥- شېر شاه سوري څلورو کلونو کې په هند کې ډاګ ، لارې او ادارې اصول سم کړل په ١٥٤٥ ميلادي کې وفات او هندوستان تر نولسمې پيړۍ دهغه په اصولو چليده
٢٦- په ١٥٥٥ پنځه لس سوه پنځه پنځوس ميلادي کال کې همايون دبابر زوى چې دايران د صفوي پادشاه په مرسته بيرته راغلى و مړ شو .
٢٧ -١٥٧٢ م پښتانه دپير روښان تر مشرۍ لاندې پاڅيدل او دهند مغلي دولت سره يې جګړې وکړې دپښتنو ډيرې سيمې يې خپلواکې کړې .
٢٨- په ١٦٦٨ ميلادي کال کې ايمل خان مومند دايمل شاه په نامه خېبر کې سکه ووهله ، خوشحال خان او ايمل خان او دريا خان او رنګ زيب دهند مغلي پادشاه ته پاڅيدلى و .
٢٩- په ١٦٧٥ م کې خوشحال ايمل او دريا خان په خاپښ او تاتره کې څلويښت زره مغلي عسکر ووژل
خوشحال خان وويل
پښتنو زلميو بيا منګولې سرې کړې
لکه باز چې منګولې سرې کړي پر خپل ښکار
سپينې تورې يې ګلګونې کړې په ونيو
که په اړ کې شگفته شول لاله زار
٣٠- په ١٧٠٧ م کې پښتنو په اتفاق توفيق وموند ميرويس نيکه دصفوي دولت والي په قندهار کې مړ کړ او قندهار خپلواک شو .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*