د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٣١مه برخه)
هغه کسان چې په زړونو کې دالله پاک څخه  ويره لري دهغوى په اړه الله پاک په سورت الانفال ٢ ايت کې فرمائې (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ) ريښتني مومنان هغه دي  چې دهغو زړونه دالله ياد په اوريدو سره لړزيږي او کله چې دهغو په وړاندې دالله ايتونه لوستل کيږي نو دهغو ايمان زياتيږي او هغوي په خپل رب باندې اعتماد لري .
دصوفيه کرامو په زړونو کې له الله نه زياته ويره په دې خاطر  ده چې په عذاب اخته نه کړل شي او هم يې دتصوف په پاکه لار کې خنډونه واقع نه شي ددنيا ومال او خواهشاتو څخه ځانونه لرې ساتي دومره کوي چې دفقيرى ژوند ئې پرې روان وي الله تعالى دقران پاک په الجن سورت ١٧ ايت کې فرمايي
(( او څوک چې دخپل رب له ذکر څخه مخ واړوي نو دهغه رب به هغه په سخت عذاب اخته کړي په ټولنه کې ټول انسانان ژوند کوي ځنې يې ددنيا دمال او دولت سره د ډيرى مينې له امله په بديو ، جنګونو او کړاوونو اخته کيږي او ځنې صوفيه کرام دالله عبادت کوي له ټولو عذابونو او بديو خلاص وي دالله په ذکر سره يې زړونو ته ډاډ او اطمنان حاصل وي .
دينې علماء مشايخو او مفسيرينو دانسان کامل ژوند دالله په عباداتو سره ياد کړيدى خو ورسره دغير مسلم فلسفيانو هم دا عقيده ده چې انسان په سالمو اخلاقو سالم ژوند کولاى شي يو غربي فيلسوف سارترا وايي انسان په ټولنه کې په سالمو اخلاقو سالميت ترلاسه کولاى شي دانسان په مطرح کيدو سره انسان ثابتيداى شي انسان يو کامل حقيقت دى او دکامل شخصيت لپاره يو جوهر په خپل وجود کې پخپله روزي بل فيلسوف ميترلنګ وايي : انسان بايد له ډيره لويه ځايه مينه واخلي او د ټولنې دنورو وګړو سره يې وکړي په پوره مينه او لوړهوډ هم دټولنې دنورو ګړو سره چلند وکړي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*