امريکاپه ننگرهار کې دوه پوځي اډې سرحدي ځواکونو ته سپارلي

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکو ويلي دي  امریکايي پوځیان د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالۍ کې له خپلو دوو پوځي اډو وتلي دي او  دا اډې يې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

د چارواکو په خبره دغو اډو ته افغان پوځیان ورغلي تر څو د سیمې امنیت خوندي وساتي. د ننګرهار د سرحدي پولیسو قومندان ویلي چې د امریکایي ځواکونو په  خالي شویو پوځي  اډو کې اوس سرحدي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*