پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره غونډه کړې

Transit trucks stranded due to the border skirmishes between Pakistan and Afghanistan are parked on the side of the road leading to the border in Torkham, Pakistan June 16, 2016. REUTERS/Fayaz Aziz

د پاکستان حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره  مهمه غونډه کړې. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان پارلمان ته وربلل شوی او له هغه یې غوښتي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره ټولې شته  شونتياوې  په کار واچوي.

په یاده غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د سرحدونو د چارو چارواکو، د سوداګرۍ چارو مشرانو  او ګڼو نورو چارواکو ګډون کړی و.

د غونډې له ګډونوالو غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې له افغانستان سره روانه سوداګري پراخه کړي او بندرونه دې خلاص وساتل شي.

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې د نوو بندرونو پر جوړيدو  دې هم فکر وشي.

دوی دغه راز ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره دې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې خبرې او ناستې ډېرې شي.

په ورته مهال افغان سوداګر وایي اوس هم له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې لري او د پاکستان په خاوره کې یې په خوراکي او نورو توکو بار زرګونه موټر ایسار دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*