د فاتحې خبرتیا!

دلوی قلموال په نامه.
ټولو قدرمنو دوستانو،خپلوانواو وطنوالو ته په ډیردرنښت خبر ورکووچې د کونړ ساپيو قومي مشرارواښاد سيدا خان ساپي د فاتحې په مراسمو او دغه سترغم کی راسره ګډون وکړئ  نوښکاره ده چې ستاسو په لیدوبه زمونږ نمجنې سترګې وچې، دخواخوږۍ په څرګندلو به مو زړه ته تسکين حاصل اوهم به ستاسود دعاوو له برکته زمونږ د ارواښاپلار روح ښاد او مخکی پروت د آبدي سفرمنزل به ورته اسانه شي،  ستاسو دهر قدم په اخستلو به الله (ج) دقیامت په ورځ ستاسو د نیکوا عمالو تله درنه کړي.
د استاد امام الدین ساپي ، انجینیر الهام الدین ساپي ، سراج الدین ساپي ، میراحمد خان ساپي ، ګلاب ساپي ، همایون ساپي ، انجینير معین الدین ساپي ، شیرعلي ساپي  او احمد شاه ساپي پلار، او د کونړ قومي مشر الحاج سیداخان ساپي د مړینې له کبله خبر درکول کيږي چې د مرحوم فاتحه د ويانا ښار التقوی په مسجد کې په 09/08/2020 نيټه  د يکشنبې په ورځ د ماسپښین لمانځه له ادا کيدو  وروسته  له ٢څخه تر ٤ بجو پورې اخيستل کيږي، ټول درانه دوستان او هيوادوال دې خبر وي!!!
انالله وانا الیه راجعون ط
پته : Al – Taqwa Masjid
Hackengasse 27, 1150 Wien

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*