حبیب احمد خنجاني :د ترکیې وان جهیل کې د يو شمير افغانانو جسدونه پیدا شوي

د ترکيې په انقره کې د افغانستان د سفارت سرپرست حبیب احمد خنجاني ويلي دي  ، د ترکيې  په وان جهیل کې د غرقې شوي کښتۍ په ځای کې د درې ماشومانو په ګډون د ۲۴ افغان پناه غوښتونکو جسدونه پیدا شوي دي.

حبیب احمد خنجاني  وايي  چې تر اوسه د غرق شوي کښتۍ له ځایه ۵۸ جسدونه را ایستل شوي چې په وینا یې د پاتې جسدونو د رایستلو هڅې هم روانې دي.

خنجاني زياتوي چې د ترکي قایقرانو له قوله په دغه کښتۍ کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې پناه غوښتونکي سپاره و.د راپورونو له مخې دغه پناه غوښتونکي د افغانستان، پاکستان او ایران اوسېدونکي و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*