د ساپيانو د استو ګنې سېمې

 

ارواښاد عبدالمالک ساپي
 
تېره ورځ د کاپيسا ځينو ساپيانو په بريښنايي تذکرو کې د پښتون پر ځاى تاجک ليکلى وو چې ډير توند غبرگونونه يې راپارولي نو مونږ د ارواښاد عبدالمالک ساپي له خوا د ليکل شوي کتاب د (ساپيانوپيژندگلوي) څخه دا برخه راخلو ترڅو ساپيان د خپلې استو ګنې سېمې وپيژني او د پښتون پر ځاى ځان ته تاجک ونه وايي
 
د (ساپيانوپيژندگلوي)  دا کتاب د ساپي پښتو څېړنو اوپراختيا مرکز په ١٣٩٠ لمريز کې پر دويم ځل چاپ او خپور کړى دى

 

ساپي يا ساپيان د پښتنو د غرغښت په ټو لنېز ګروپ کې يوه مهمه او لر غو نې قبېله ده چې وګړي يې په کو نړ، لغمان، کا پيسا، پروان ، ننګر هار،پکتيا، خوست، بادغيس ،بلخ ، فارياب ، کندز، کابل ،دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ ، دره خيبر، دسهيلي پښتو نخوا په مر کز کو ئيټه ، پښين ،ژ وب ، سيبۍ او همداراز په اټک او دپا کستان د پنجاب ايا لت په فيصل اباد کې استو ګنه لري٠ د سا پيو قبېله دتاريخ په اوږدو او بېلا بېلو پړاوونو کې په مختلفو او بېلا بېلو نو مو نو سره ياده شوې ده ، دبېلګې په تو ګه: ساپي، صافي، ساپين، سپين، ساپيس، ساپيت، سافيست، سافيت، ساپينګ، ساپيته، ساپيسته، اساپنتيه، سپينته، سوپتا او نور (١).
داسې روايتو نه شته چې سا پيان يوه لر غو نې اريا يې قبيله ده چې يو ناني کلاسيکو مؤ رخينو په خپلو تاريخي کتابونو کې د دغې قبيلې يادونه او ذکر کړی دی او پخپله مقدوني اسکندر د کونړ او لغمان په ځمکو کې د دغو خلکو سره مخا مخ شوی دی او ډېرې جګړې يې هم ورسره کړي دي. د دې خلکو څه برخه د مو مندو او باجوړ د سېمو په شا او خوا کې هم د لوی اسکندر سره په جګړو کې ښکيل شوي دي(٢).
لغمان او کو نړ ته د سا پيانو دراتلو په اړه داسي ويل کيږي چې دميلاد نه ٢٠٠٠کلو نه وړاندې با ختري ار يا ئيان دشمېر دزيا توالي او د ځای دتنګوالي له کبله په ليږد پيل وکړ چې دپکهت دقبيلې نورښا خونه او دهغو په لړ کې سا پيان هم شا مل ول٠ کله چې سا پيان د هندو کش له درو نه د کا پيسا په حوزه کې ښکته شول او له دې ځا يه يې تقر ېبادسيندو نو طبيعي مجرا ګا نې په مخه نېولې چې دهغوی نه يې يوې ډلې دکا بل سيند په مخه نېو لې اود نجراب، تګاب، سروبي او لغمان له لارې د کو نړ دسيند حوزې ته ورسېدل٠
په دې کې دهيڅ شک او تر ديد ځای نشته چې سا پيانو د ميلاد نه ٢٠٠٠ کلو نه دمخه په ليږد او مها جر تو نو پيل کړی دی او اوس په کا پيسا، کو هستان، کوه ساپي،پروان، لغمان، کو نړ ، جندول، پشات، سوات او با جوړ کې مېشته دي(٣)٠
قبيلوي جوړښت :
سا پيان په لو مړي سر کې په شپږومهمو ښا خو نو ويشل شوي دي چې ودير،ګوربز، کند هاري ، مسود، ښا ديخيل اوګاګي زي نو ميږي (٤)چې بيا وروسته په نورو څا نګو وېشل شوي دي چې دغه څا نګې په لاندې ډول دي :
امري، شيخي،باړ ميزي،بيا نخيل، کټه سر، غيبي خيل، حبيب زي، کاکا زي، خا ديخيل، سليمان زي، با دين زي، ادم زي، پا ينده خيل ، نو رخيل، خيرن زي، زکوزي، مېر علي خيل،الو کوزي، عطا خېل ،سين زي، بري زي،شمسو کور،مدور کور،غلجی کور ،ابه خېل، سيپان، مرزاخېل،کمال خېل، امر ويي،بدين زي،خادي خېل، رحيمداد خېل، حيدر خېل،شابول خېل ، سليمان خېل٠مولاتم کور،ملايان، کاګي،شهزاده او ټنګه ګوربز٠

د سا پيانو د استو ګنې سېمې :
١- دکونړ په ولايت کې :
دسا پيا نو دقبيلې زيات شمېر وګړي دکو نړ په ولايت کې ا ستو ګنه لري او په نو موړي ولايت کې دسا پيانو داستو ګنې ځا يو نه په لاندې ډول دي: اسد اباد، نرنګ، بر يکوټ،سر کا ڼي، دانګام، څو کۍ ،نورګل، پيچ، چپه دره، با ډيل، دېوه ګل، دمزار دره او شو نکړۍ٠ د کو نړ په ولايت کې دسا پيا نو مجمو عي شمېر تقر يبا د١٥٠٠٠٠ تنو په شا وخواکې ښودل شوی دی٠
٢- دلغمان په ولايت کې :
د لغمان په ولايت کې سا پيان په عمر زيو، شکور اباد،علي خيلو،پا چا خيلو،احمد زيو ،با ړېزيو،سالاو، ګاګړ، کو ټالۍ، دروېش اباد، دولت شاه،اتوک، چکله او دوګل کې ژوند کو ي چې په نو مو ړي ولايت کې سا پيان د٥٠٠٠٠ زرو تنو په شا او خواکې اټکل شوي دي٠ د لغمان ولايت د عمر زيو سا پيا نو مشهور ښا خو نه تور خېل، خېرن زي، زکوزي، مېر علي خيل، الو کوزي او عطا خيل دي٠
٣- دکا پيسا په ولايت کې :
سا پيان د کا پيسا په ولايت کې ددغه ولايت د تګاب او نجراب په ولسو اليو کې استو ګنه لري ٠
٤- د پر وان په ولايت کې :
سا پيان د پروان ولايت په کوه سا پي، سيد خيلو، کو هدامن او کو هستان کې استو ګنه لري٠ د پروان ولايت سا پيا نوددې لپاره چې دوی د تا جکو ورو نوسره دډېرو کلو نو په اوږدو کې او سيدلي دي نو خپله ژ به پښتو يې له لاسه ورکړې ده٠

خو دکوه سا پي ولسوالي چې دپروان ولايت پورې يوه اړونده ولسوالي ده مرکز يې ډنډر نو ميږي او تقر يبا ټول اوسيدونکي يې پښتانه او سا پيان دي چې دوی هلته څلويښت کلي لري او د خلکو ټول شمېر يې ١٣٦٢٧ تنه ښودل شوي دي چې دمشهورو کليو نو مو نه يې دادي :
منډيقول ، جوزک، بچه خاک٠ ډنډر، سکندره، حسن زايي، تريړي، انګور دره، ښرکي، جر غاتي، سياه سنګ، با غو مبکي، پېتاو کلی، نيلی او علي خو اجه٠
خلک يې زياتره دکرنې او مالدارۍ په چارو بو خت دي ،خو ٣٠ سلنه خلک يې اوس هم په پښتو نخواکې دکډوالۍ ژوند تيروي٠ همداراز ٦٠٠ کورنۍ يې دکابل په څر خي پله کې استو ګنه لري اويوشمېر خلک يې په ننګر هار کې اوسيږي٠ په دغې ولسوالۍ کې د ٤٠ په شااو خو کې ښو نځي شته چې يوه يې لېسه، يوه يې ديني مدرسه او پاتې نور يې لو مړني ښوونځي دي٠
دکوه ساپي مر کز ډنډرته دمو ټرو درې لارې شته ٠ يوه يې له بګرامه ،بله يې له کابله او دريمه يې له سر وبي ولسوالۍ نه٠
٥- د ننګر هار په ولايت کې :
دننګر هار ولايت دخېوې ولسو الۍ په دره نور کې هم ددوی يو کلی شته چې دبو ډيالۍ په نا مه يا ديږي٠(٥ )دا هغه بوډيالۍ ده چې شا عر انوپه خپلو شعرونو او سندر غاړو په خپلو سندرو کې ترې يا دونه کړې ده او ويلي يې دي: ادکې مورې ما ڼو له ځمه**** دبو ډيالۍ تو تان ږلۍ وهلې دېنه ما ڼو له ځمه
٦- دبلخ په ولايت کې :
ددغه ولايت په مرکز او دبلخ او دولت اباد په ولسو اليو کې هم سليمان خېل سا پيان استو ګنه لري٠
٧- دفارياب په ولايت کې :
ددغه ولايت دقيصار په ولسوالۍ کې هم سليما ن خېل سا پيان استو ګنه لري٠
٨- د بادغيس په ولايت کې :
د غورماچ په ولسوالۍ کې هم سليما ن خېل سا پيان مېشته دي٠
٩- دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ کې :
د پښتو نخوا دمو مندو په ايجنسۍ کې يو زيات شمېر سا پيان چې دکند هاري، مسود، ګوربز او ودېر په ښا خو نو پورې اړه لري استو ګنه لري او داسې ويل کيږي چې د١٩٦١ زېږ دېز کال د سر شمېر نې له مخې ددوی شمېر ٥٣٠٠٠ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې دا شمېر به او س لا تر دې ډېر زيا ت وي ځکه چې ددغې سر شمېر نې نه اوس پوره ٤٩ کلو نه تېر شوي دي٠
کند هاري سا پيان دمو مندوا يجنسۍ په ويدانشا، کرېل،چينه ګۍ،کندو کو هي، امرو يي او چناري کې استو ګنه لري چې په مجمو عي تو ګه ددوی سېمه دسره کمر په نا مه سره يا ديږي٠ دسوات اخوند صاحب ملا عبدا لغفور هم کند هاری ساپی و٠
ګوربز سا پيان په تره کي تنګي،لکړۍ، کمر کلا او کټه سر کې مېشته دي٠
مسود ساپيان په چينارۍ، زيارت، خزينه او کوږ پاڼ کې مېشته دي ٠
همداراز ودېر ساپيان د کونړ دسيند په جنو بي بر خه کې استو ګنه لري(٦)
بايد وويل شي چې د مومندو ايجنسۍ د ساپيانو کلتور کټ مټ مو مندو ته ورته دی٠
١٠- په سهيلي پښتونخوا کې :
يو شمېر سا پيان دسهيلي پښتو نخوا په سيوۍ، ژوب او کو ئيټه کې هم استو ګنه لري چې مير زايي او کمال زي يې ښا خو نه دي، خو څر ګنده دې وي چې دغو سا پيا نو پښتو هېره کړې ده او دسند يا نو کلتوري حا کميت يې پر ځان منلی دی(٧) ٠
١١- په پا کستان کې :
د پا کستان د پنجاب په فيصل اباد کې هم يو شمېر سا پيان استو ګنه لري٠

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*