د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٣٠مه برخه)
 دفاسدو اخلاقو څخه ځان هغه وخت  لرې کيدا ى شي دچا زړه چې دالله په ذکر او عباداتو پاک شي کوم زړه کې چې اخلاقي کمزوري يا خيرى وي هغه ځان له فاسدو اخلاقو او ګناهونو نشي ساتلاى .
پر يوه مسلمان په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ فرض دى ددې علاوه چې څومره ذکر ، نفلونه ، تهجد ، تسبيح او لمونځونه کوي په عباداتو کې شميرل کيږي چې الله په ذکر او عباداتو دبنده ګناهونه بخښي هغه په دې مانا چې دالله عبادت کوونکى د ذکر او عبادت وروسته له الله نه دخپلو کړو ګناهونه بخښنه غواړي  ،الله ورته ګناهونه معاف کړي ځکه خو د راز او نياز تصوف ته ذاکرين او عبادت کوونکى رسيدلاى شى .
الله پاک صوفيه کرام ځکه دراز نياز د تصوف لوړ مقام ته رسولي او پر نور مخلقوق يې په تقوا او عبادت کولو غوره ګرځولي چې دوى په بشپړ اخلاص سره دالله د رضا غوښتونکي دي پر الله توکل لرى او د هر څه کوونکى ليدونکى  او په هر څه يواځې او يواځې الله قادر ګڼي په دې اړه الله پاک په سورت الکهف ٢٣،٤٤ ايت کې فرمايي
(او پام کوه ديو شي په باب هيڅکله دا مه وايه چې زه به سبا دا کار کوم ته هيڅ نشى کولې ) هر څه الله تعالى کوي، که ديوه انسان له خولې په هيره سره داخبره ووځي نو په هغه وخت کې وي خپل رب ياد کړي ، ډير ځلې داسې شويدى چې انسان د ډيرو کارونو دکولو وعدى کړى خو هغه کار بيا ونشي کړاى دسبا ورځې معلومات يواځې الله ته دى او بس که ان شاء الله ورسره وويل بهتره خبره ده دصوفيه کرامو همدا ژوند دى چې په کومو کارونو لپاره اراده کوي ان شاء الله ورسره وايي.
ددې ترڅنک صوفيه کرامو چې دتصوف پاکه او دکاميابي لار موندلې ده هغه يې دخپلو نيکو اخلاقو ، الله ته په عباداتو موندلې ده دخپل ورځنې ژوند دکارونو ترسره کولو سره هم الله يادوي ځکه يې په ژوند او کارونو کې برکت وي.
 الله تعالى پدې اړه په سورت المزمل ٧،٨ ايت کې فرمايي
 ( د ورځې په اوږدو کې خو ستا لپاره زيات معرفيتونه دي دخپل رب نوم يادوه او له ټولو نه په علايقو قطع کولو سره په هماغه پورې اړوند اوسه )
مانا دا چې دنياوي کارونه دنياوي مال او دولت عارضي وي او دالله سره مينه دالله رضا په دواړو دنياو کې کاميابي ده داسې کاميابي چې آبدي ژوند ورسره کامياب وي .
دويم صوفيه کرامو چې دراز او نياز تصوف ته لار موندلې ده ديوې خوا يې دالله په عبات زړه تسکين موندلى وي او دبلې خوا دالله نه زياته ويره لري دالله نه په ويره له ټولو غټو او وړو ګناهونو ځانونه ساتي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*