ټرمپ: له روغتیا نړیوال سازمان څخه وځو

د امریکا ولسمشر ټرمپ له ملګرو ملتونو څخه  د رسمي غوښتنې لېږلو سره ویلي، چې له روغتیا نړیوال سازمان څخه وځي.
امریکا د دې سازمان تر ټولو ستر مالي ملاتړی و، خو د کورونا وېروس د وبا پیلېدو سره د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا بیا پر دې اداره نیوکې کړې او د چین په ګرو کې یې بللې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ومنله چې امریکا په لیکلې بڼه ویلي، له روغتیا نړیوال سازمان څخه وځي.
ټرمپ تېره مۍ میاشت کې وویل، باوري دی چې روغتیا نړیوال سازمان د چین په منګولو کې دی او د کورونا وېروس د خپرېدو بهیر کې یې له بېجینګ په ملاتړ سره له امریکا او نړۍ لار ورکه کړه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*