
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر کوویډ – ۱۹ ناروغي اخته شوی دی.
نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د نرۍ تبې له محسوسولو وروسته یې ځان ګوښی کړی دی.
قریشي په خپل پیغام کې ویلي:”زما وجود کې کوویډ – ۱۹ ناروغي ثابته شوې ده، خو د الله تعالی فضل او کرم دی، چې ځان پیاوړی او توانمن محسوسوم. له کوره به خپل مسوولیتونه ترسره کوم، په دعاوو کې مې یاد ساتئ. ‘
Leave a Reply