د طالبانو په مهال كې امنيت و

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د طالبانو په مهال كې امنيت و دا خبره په شرق او غرب كښې كېدله ،چې امنيت خو په محبس كښې هم وي نو څه ؟ چېرته ،چې امنيت وي زندان ته حاجت نه وي د ټولې نړۍ لښكرې افغانستان ته راغلى ، امنيت ټينګ نه شو د الښكرې د هغه افغانانو په مرسته راغلې ،چې په ملي تاريخ كښې هغو ته متعصب اجساد ويل كېږي .

نو كه په غزني كښې د سلطان محمد په مهال څلور سوه پارسي ژبي شاعران و ، هغه مهال ژبه مطرح نه وه دا كار په اروپا كښې وشو او ټولې نړۍ ومنله .

افغانستان كښې تر اوسه نه ده منل شوې دا به د پښتو وړ اخلاق وي . سلطان محمود زركاله د مخه و . مونږ اوس ژوندي يو او د ژبې موضوع مطرح ده . هغه مهال مطرح نه وه .

سلطان محمود د خراسان ولايت له سامانيانو ونيو په غزني پورې يې وتاړه تركان يې د افغانستان له شمالي سيمو وشړل . اوسني پنځه شمالي هېوادونه تاجكستان ، ازبكستان ، تركمنستان او قرغستان يې په افغانستان پورې وتاړه تر ګنګا پورې يې ،چې هلته ساكان و . په يوه مركز غزني پورې وتړل شول .

امير عادل او محمود دواړه تاريخ پوهان و . هلته ،چې ساك سور او پاكت و هغوى هندوان شوي و . دوى يې مسلمانان كړل په زرهاوو جوماتونه يې جوړ كړل دوى افغان مسلمانان و او خپل تاريخي كردار يې سر ته ورساو .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*