د راز او نياز تصوف

ليک س، سيرت
(٢٧مه برخه)
دتصوف لار موندنه
کله چې انسان دخپل ژوند په غوره اعمالو سره په ټولنه کې اخلاص او ښه خويونه او خپل اعمال داسلامي شريعت برابر سرته ورسوي دتصوف په دريڅه کې ورته څرک ښکاره شي او دغه څرک وي چې دصوفي زړه ته دتصوف دلار موندنې زيرى ورکړى ځکه دغه زيرى دمخه صوفيه کرامو ته ور کړل شوى دى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ورته فرمايلى دى ( اى دصوفې اصحابو! تاسې ته او ستاسې په څېر هغو کسانو ته زيرى ورکوم چې په فقر کې راضي مجاهده کوي له ماسره به په جنت کې ملګري او دوستان وي .
يواځې تصوف نه بلکه په هر علم کې چې داستاد شيخ او پير اطاعت وکړل شي مقصد ته به ورسيږي يانې دکوم علم او هدف لپاره چې شپه او ورځ هلې ځلې کوي هغه هدف ته رسيږي ځکه هر څه ترلاسه کول داخلاص پورې تړلې وي سعدي شيرازي وائې : طاعت ان نيست که برخاک نهى پيشانى
صدق پيشه آر که اخلاص به پيشانى نيست .
د راز او نياز تصوف ته رسيدل دزړه په صدق او اخلاص عبادت سره کيداى شي يا صوفي چې دتصوف لاره مومي.
 نو ټول اسلامي او شرعي اخلاق چې دتصوف لپاره غوره شوي دي بايد خپل کړي تصوف په حقيقت کې الله ج ته درسيدو معنوي طريقه ده چې صوفي ورته لاره موندنه خپل هدف ګرځوي او په خاصه توګه درې مرحلې سره لومړى له ټولو ګناهونو ، بدو خويونو څخه دنفس تزکيه ده چې روحي تزکيه او ارام ترى موندل کيږي.
دويم هغه ټول نيک اعمال ، ذکر ، عبادات او دالله دبندګانو سره دالله درضا لپاره مينه ده چې دالله رضا پرې حاصليږي .
دريم : دالله په يووالي باور او ثبات دى چې په هر حالت کې په ريښتنې توګه بندګي دالله درضا هدف وګرځول شي شيخ ابوالحسن شا ذلي رح ويلى دى تصوف د نفس برابرول ، نفس په عباداتو پاکولو ، دالله داحکامو په عملي کولو ډاډمن کولو سره تصوف ته لار موندل کيږي .
شيخ احمد فاروقي ، کابلى ، سرهندي مجددالف شانى ويلى : تصوف نافع علم ، غوره عمل ، توضع او اخلاق دى چې صوفي دشريعت او طريقت په پوړيو په پورته کيدو سره دتصوف دمعرفت او حقيقت مقام پرې موندلې شي علماء کرامو ، مشايخو او مفسرينو ويلى چې عبادت تقوا ، رياضت ، ضبط النفس او دروح سپيڅلتيا ده يانې معرفت دخپل ځان او خالق پيژندګلوي ده حقيقت دباطني اسرارو کشف او مشاهده ده ، شريعت دقرانى احکامو نبوي سنتو زده کړه او پر هغوى عمل کول دي بيا خو صوفي کله غواړي  دتصوف لاره ومومي .
نوربيا

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*