جاوید فیصل: حکومت له طالبانو د بنديانو بل نوملړ غوښتى

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ويلي دي ، چې طالبانو دوی ته د ۵ زره طالب زندانیانو نوملړ سپارلی دی چې له دې ډلې یې ۶۰۰ تنه نه خوشې کېږي.

جاوید فیصل زياتوي  دغه کسان د نشه يي توکو په قاچاق، قتل، غلا، فساد او نورو شخصي جرمونو کې ښکلیل دي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې له طالبانو یې غوښتي څو ددغو کسانو پر ځای د نورو زندانیانو لیست ورولیږي او دوی به ۵ زره کسیز لیست پوره کړي.

بلخوا طالبانو په ټینګار سره ویلي چې د هماغه ورسپارل شوي لیست له مخې به یې افغان دولت ۵ زره طالب زندانیان خوشې کوي کنه د سولې بین الافغاني خبرې به پیل نه کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*