یوسف العثیمین: ټول افغان اړخونه دې سولې ته کار وکړي

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان  مشر ډاکټر یوسف العثیمین دا فغانستان پر ښکيلو اړخونو غږ کړى سولې ته کار وکړي نوموړي  ويلي دي چې له ټولو افغان اړخونو مو غوښتنه دا ده چې د تلپاتې اوربند لپاره لاس په کار شي او د داسې سولې لپاره پوره هلې ځلې وکړي چې له ډېر وخت راهیسې یې افغانان په تمه دي.

د ۵۸ اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مشر وايي، د افغانستان هغه وروستي تاوتریخوالي اندېښمن کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ولسي وګړي وژل شوي.

ډاکټر العثیمین د خبرو مثبت پرمختګ ته په اشاره د ا هم ویلي، ټول افغانان باید د افغانانو په مشرۍ د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*