پاکستان پر افغان سولې خبرو لپاره عبدالله ته داسلام اباد سفر بلنه ورکړې

پاکستان ویلي د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته يې په رسمي ډول د پاکستان د سفر بلنه ورکړې

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د پاکستان او افغانستان اړيکې مخ په ښه کېدو دي .

د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق  په ټویټر ویلي،  پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته دولتي کچ د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.

هغه د سفر نېټه نه ده ښودلې خو ویلي يې دي په مناسبه نېټه به عبدالله عبدالله سفر وکړي.

عبدالله عبدالله هم په ټويټر ويلي، په کابل کې يې د پاکستان له  سفير نصرالله خان سره ليدلي د سولې د پروسې او سيمې په حالاتو يې ورسره هر اړخيزه خبرې وکړې، هغه مننه کړې چې پاکستان ورته د سفر بلنه ورکړې ده.

پاکستان عبدالله عبدالله ته د سفر بلنه په داسې وخت کې ورکړې چې په افغانستان کې د بېن الافغاني خبرو په اړه ويل کيږي ښايي د روانې مياشتې په اخره کې د کابل د حکومت او طالبانو ترمنځ بېن الافغاني خبرې پېل شي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*