فرهاد بایاني: حکومت نږدې شپږ سوه طالبان نه خوشې کوي

د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم  حکومتي ادارې ویاند فرهاد بایاني د پارلمان دفاعي او امنیتي کمېسیون  ويلي دي  د هغو پنځه زره طالبان زندانیانو له ډلې چې ټاکل شوې ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې خوشي شي، نږدې شپږ سوه زندانیان نه خوشې کوي.

د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني  د تازه پرېکړې د لاملونو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دغه پرېکړه د حکومت په کچه شوې او دوی یې د پلي کېدو دنده لري.
خو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مشر احمد راشد طوطاخېل یوې سیمه ییزې رسنۍ ته ویلي چې دوی ته د طالبانو لخوا د زندانیانو په استول شوي نوملړ کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې په جنايي او اخلاقي جرمونو کې لاس لري. طوطاخېل زیاته کړې چې د دغو زندانیانو ازادولو ته قانون اجازه نه ورکوي.

د افغان چارواکو د دې اعلان په غبرګون کې د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي دي ، حکومت له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د بندیانو د خلاصون په لاره کې پلمې جوړوي.

نوموړی وایي، د بندیانو د خلاصون لپاره د دوحې تړون معیار دی او تر هغې چې ټول بندیان خوشي شوي نه وي، بین الافغاني مذاکرات نه پیلېږي او دا چاره د جګړې د دوام لامل کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*