سعودي په افغانستان کې ١٠٠ مدرسې جوړه وي

سعودي عربستان ژمنه وکړه په افغانستان کې به ۱۰۰ دیني مدرسې جوړې کړي او د افغانستان د ۳۵ پرمختیايي پروژو بودجه به برابره کړي.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر د افغانستان د مشرانو جرګې له ريیس سره په کتنه کې د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې هیواد یې په کابل کې په ۳۰ ملیون ډالره یو روغتون هم جوړوي.

د سعودي د سفارت له خبرپاڼې سره سم، سفیر جاسم بن محمد الخالدي له فضل هادي مسلمیار سره په کتنه کې زیاته کړه، هیواد یې افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې لپاره ۲۰۰ ملیون سعودي ریاله، چې ۵۳ ملیون ډالره کېږي، ورکوي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*