اسدالله دولتزى: طالبانو په لغمان کې ٣٤ حکومتي بنديان خوشي کړي

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ويلي دي  چې طالبانو په لغمان ولایت کې ۳۴ حکومتي بنديان خوشې کړي دي. دولتزي زیاته کړه چې دغه  خوشي شوي کسان اوس د لغمان په ولایت کې دي او ډېر ژر به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

په لغمان ولایت کې د طالبانو نظامي مسول مولوي قیس  ویلي چې  له غرمې وروسته یې د مهترلام اړوند یوه سیمه کې ۳۴ حکومتي سرتیري خوشې کړي او سره صلیب ته یې سپارلي دي.

دغه طالب چارواکي وویل چې په دغو بندیانو کې ۱۷ یې په الیشنګ، نهه په الینګار او اته دولت شاه ولسوالۍ کې له طالبانو سره بندیان وو.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*