ډېرو پښتنو پادشاهانو خپل زامن پادشاهان نه كړل

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
په شمال كښې ،چې غز او ترك ول، په جنوب كښې دغه نومونه ول، خلك هغه نه ول. تاريخپوهان وايي ،چې په غزني، زابل او كابل خلج ، غز او ترك اّريايي دي.
چې له غر ” ګر ” او تورك نه نورو ليكوالو ،چې غرب يوناني او اروپايي و په دې نه دي پوهيدلي د تلفظ له بدلولو سره يې معنى هم بل شانې شوې.
نامتو استاد احمد علي كهزاد د ګرشاسب نامه په څېړنه كښې توضيع كړې كليفور باسورث هم په خپلو څېړنو كښې ويلي دي.

كله ،چې ماپه ١٣٧١ هـ ل د ملي تاريخ فلسفه او پښتونولى وليكله يو شمېر خلكو د ملي تاريخ فلسفه يوه ناسمه اصطلاح وبلله دوى نه پوهېدل ،چې تاريخ اوفلسفه نژدې اړيكې لري . همداسې ،چې فلسفه تاريخ لري تاريخ هم فلسفه لري.
داده د ملي تاريخ فلسفه د غوريانو په مهال كښې په څرګند ډول ليدل كېږي .
ډېرو پښتنو پادشاهانو خپل زامن پادشاهان  نه كړل ،چې په هغو كښې يې دا صلاحيت نه ليد جهان خان لودي وويل :” زه له پنځوسو اوښتى او زامن مې نه شي كولاى د هند ځمكه اداره كړي ”
سلطان معزالدين په خپله اصطلاح غلام يا مريي ته سلطنت پرېښود ،چې قطب الدين ايبك و . تاريخ منظم ناصرى كښې ويل شوي ،چې افغانانو اسيران نه ساتل كه يې ساتل د خپل اولاد په توګه يې ساتل.
يعقوب صفار غلامان روزل بيا په دولتي چارو مقررول او هر كال يې غلامان اخستل او اّزادول سلطان غياث الدين او سلطان معزالدين غوري هم دا كار كاوه احمدشاه بابا هم داسې و . راشئ افريقايان په امريكا كښې وګورئ ،چې څه ورسره وشول؟ او تر اوسه كېږي.
د انساني اخلاقوله مخې لوى افغانان له لويديځ او امريكا سره نه پرتله كېږي د هغو په مقابل كښې يعنې لويو افغانانو دوى مدني نه دى بللى.
دغورصنايع : دغه موضوع د پلټنې ده ،چې ولې غور يو صنعتي هېوادو ؟ او د غور صنايع صادريدل د غور وسله نامې وه د علاوالدين غوري او سلطان سنجر جګړه په همدې راغله ،چې غور پر سنجر وسله بنده كړه .
اّهنګران د غور صنعتي ښارو او فيروز كوه يې پلازمينه وه.سنګه اّباد او مندېش يې ښارونه ول.
همداسې په ټول غور كښې زرجنګى كلاوې وې پوهان او عالمان پردوى راټول و كه د اټول و څېړل شي ملي فلسفه او د ژوند لاره څرګندېږي. هو كه د لويديځ بد اخلاقيو او ظلمونو ړانده كړي يو بيا خبره بله ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*